ډېر لوستل شوي

د روغتیا له وزیر سره د قومي مشرانو کتنه؛ “د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې عمومي روغتونونه جوړېږي”

د هېواد ۱۶ ولایتونو قومي مشرانو د عامې روغتیا له وزیر، مولوي نور جلال جلالي سره کتلي او غوښتنه یې کړې چې یاد وزارت دې لرې پرتو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.

په دې کتنه کې ښاغلي جلالي ویلي چې د اسلامي امارت مشرتابه او عامې روغتيا وزارت ژمن دي چې د هېواد ټولو وګړو ته معیاري او عادلانه روغتيايي خدمتونه ورسوي.

د نوموړي په وینا چې د روغتيايي خدمتونو د پراختيا په موخه د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې د عمومي روغتونونو د جوړېدو لړۍ پيل شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې د مولوي نور جلال جلالي له قوله راغلي چې د دغو روغتونونو په جوړېدو سره به زرګونه هېوادوال روغتيايي خدمتونو ته اسانه لاسرسی ومومي.

اړوند خبرونه