ډېر لوستل شوي

د ستراتيژک پلان د درې ورځني سيمينار پای؛ د اسلامي نظام پر اهميت او ساتني ټينګار شوی

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ستر درستيز د ستراتيژيک پلان د تشريح ارزونې درې ورځنی سيمينار پای ته رسېدلی دی.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دا سيمينار د ستراتيژيک پلان د تشريح، ارزونې او لارښوونو د وړاندې کولو په موخه د مطالعاتو، ارزونې او پلان جوړونې رياست له لوري منسوبينو ته جوړ شوی و.

د خبرپاڼې له مخې، مسوولينو د دې سيمينار د پای په مراسمو کې د اسلامي نظام پر اهميت، ساتني او د چارو د پرمختګ لپاره د ستراتيژيکو پلانونو او اسنادو پر اغېزمنې ګټې اخېستنې ټينګار کړی دی.

د معلوماتو پر بنسټ، په دې سيمينار کې د اوپراسیون رييس مولوي نورالرحمن نصرت، د ستر درستیز د مقام د دفتر رييس مولوي محبوب‌الله راسخ، د عقیدتي، فرهنګي او امر بالمعروف رييس مولوي سیدآغا ابوالمقبول عاکف، د مطالعاتو، ارزونې او پلان‌ جوړونې رييس مولوي صدیق‌الله ذوالقلم او یو شمېر نورو مسوولینو او اړوندو منسوبینو ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه