په کابل کې د ترکیې ډيپلوماټیک ماموریت مشر «سایدن ای یلدز» د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د افغان کډوالو اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا او په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې شوې دي.
ترکي ډيپلوماټ افغانستان د سیمهييز اتصال په برخه کې مهم ځای بللی او ویلي یې دي چې دا مهال ترک غیردولتي بنسټونه او ادارې په افغانستان کې اړمنو ته په مرستو رسولو او پراختیايي چارو بوختې دي.
نوموړي همداراز ویلي چې د ترکیې حکومت یوازې د مالدارۍ په برخه کې ۲۰ زره افغان وګړو ته کاري وېزې ورکړې او ناقانونه کډوالۍ ته د حللارې لټولو هڅې روانې دي. بلخوا مولوي عبدالکبیر ډاډ څرګند کړی چې افغانستان د بشپړ امن او ثبات په ترلاسهکولو سره ګڼ فرصتونه لري او هڅې روانې دي چې افغانستان د سیمې د اتصال مهمه او فعاله برخه شي.

