د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان د واشنګټن پر وړاندې په دوهګونې پالیسۍ تورن کړی دی.
خلیلزاد ویلي چې د پاکستان پوځي مشران له یوې خوا د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اسانتیا برابروي، خو له بلې خوا یې د ایران جنګي الوتکو ته په خپلو پوځي ډګرونو کې پناه ورکړې، څو د احتمالي بریدونو څخه خوندي پاتې شي.
نوموړي زیاته کړې چې که دا راپورونه تایید شي، نو دا به د حیرانتیا وړ نه وي، ځکه د هغه په وینا، پاکستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې له امریکا سره د همکارۍ تر څنګ د هغې پر خلاف اقدامات هم کړي دي.
هغه د بېلګې په توګه ویلي چې پاکستان یو وخت له امریکا سره د اټومي وسلو د نه جوړولو ژمنه کړې وه، خو په عملي ډول یې دا پروګرام تعقیب کړ. همداراز یې یادونه کړې چې پاکستان کې د اسامه بنلادن حضور هم د دې دوهګونې پالیسۍ څرګند مثال و.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی، پاکستان د امریکا-اسراییل او ایران ترمنځ د شخړې پر مهال د ایران پوځي الوتکو ته پناه ورکړې ده.
باید وویل شي چې د پاکستان او ایران چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

