ډېر لوستل شوي

د ننګرهار په سپین‌غر ولسوالۍ کې «BHC» روغتیایي مرکز جوړيږي 

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ننګرهار ولایت په «سپین‌غر» ولسوالۍ کې د ۷٫۱ میلیون افغانیو په لګښت د BHC روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره اېښودل شوې ده.  

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي، دا روغتیایي مرکز په درې جریبه ځمکه جوړېږي چې د سيمې اوسېدونکو ته به د روغتیایي خدماتو په برخه کې اړينې اسانتياوې رامنځته کړي.

د خبرپاڼې له مخې چې دا مرکز به د ۱۱ کسيز روغتيايي ټيم په لرلو سره د مور او ماشوم، تغذیې، واکسين او ګڼو نورو برخو کې خدمات وړاندې کوي.

عامې روغتیا وزارت څه موده مخکې ویلي وو چې په ټول هېواد کې به روغتونونه او روغتیایي مرکزونه جوړ شي او یاد وزارت په لرې پرتو سیمو کې روغتیایي خدماتو ته د هېوادوالو لاسرسي ته ژمن دی.

اړوند خبرونه