د پکتیا امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر ویلي چې ددې ولایت د ډنډې پټان ولسـوالـۍ اړوند د ناري په زاندو سیمه کې، امنیـتي سرتیرو ۲۸ میله بېلابېلې توفنګچي او ۹۰۰ مرمۍ نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یاد مهمات له پاکسـتان څخه افغانسـتان ته قاچاق کېدل.
امنیه قوماندانۍ ویلي چې یاد کسان په تېښته بریالي شوي او د لټون هڅې یې روانې دي.

