د چاپېریال ساتنې اداره وايي، ټاکل شوې افغان پلاوی به د اقلیمي بدلون، ښاري چاپېریال ساتنې، دوامدارې پراختیا، د کثافاتو مدیریت، د هوا ککړتیا مخنیوي او د ښاري مقاومت په تړاو بېلابېلو ناستو او تخنیکي بحثونو کې ګډون او ویناوې وکړي.
نړیوال ښاري فورم ناسته WUF13 د ملګرو ملتونو د ښاري پراختیا تر ټولو ستر نړیوال کنفرانس دی چې د UN-Habitat او د اذربایجان حکومت په ګډ کوربتوب د ۲۰۲۶ کال د مې له ۱۷ تر ۲۲ نېټې پورې په باکو ښار کې ترسره کېږي
ویل کیږي چې دې فورم ناسته کې د نړۍ د کورونو او استوګنې بحران،خوندي او پایدار ښارونو، د اقلیم بدلون او ښاري مقاومت، ارزانه او ټولشموله کورونو، د ځوانانو او مدني ټولنو ونډه، ښاري پلان جوړونه او دوامداره پرمختګ او نورو موضوعاتو بحثونه وشي. یاده دې شي چې دا غونډه هر دوه کاله وروسته جوړېږي او د نړۍ مشران، ښاروالان، انجنیران، معماران، کارپوهان، د خصوصي سکتور استازي او نړیوال سازمانونه پکې ګډون کوي

