د ټولګټو وزير ملا محمد عیسی ثاني د نورستان، کونړ او لغمان ولایتونو ته د سفر پر مهال د یو شمېر مهمو رغنیزو پروژو له چارو لیدنه کړې ده.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، ښاغلي ثاني د کامدېش ـ برګمټال سړک، کونړ ـ نورستان سړک، د کونړ د پشد او زیړي بابا پلونو او همدارنګه د لغمان د دهزیارت نوي پل د رغنیزو چارو ارزونه کړې او مسوولینو ته یې د کار د چټکتیا، کیفیت او پر وخت بشپړېدو سپارښتنې کړې دي.
د نوموړي په وينا، د نورستان د کامدېش ـ برګمټال د دویم لین ۵۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې عملاً پیل شوې، چې په ترڅ کې یې د پلونو او استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي. بلخوا د پروژو تطبیقوونکو ټیمونو ډاډ ورکړی، چې یادې پروژې به د ټاکلي وخت او نړیوالو معیارونو له مخې بشپړې شي.

