ډېر لوستل شوي

روانه اوونۍ د هېواد ۱۸ ولایتونو کې د کانکور دویم پړاو ازموینه اخیستل کېږي

د ازموینو عمومي ادارې خبر ورکړی چې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور د دویم پړاو ازموینه روانه اوونۍ د هېواد په ۱۸ ولایتونو او د نورستان په درېیو حوزو کې اخیستل کېږي.
د يادې ادارې ویاند ناصر خان شېرزی وايي، په دې پړاو کې پنجشېر، لغمان، کندز، جوزجان، کندهار، بامیان، پکتیا، تخار، سمنګان، فراه، هلمند، ډایکندي، ننګرهار، نیمروز، بلخ، خوست، زابل او د نورستان مرکزي، شرقي او غربي حوزې شاملې دي.
د ښاغلي شېرزي په وينا، د ګډونوالو د بایومټریک معلوماتو د ثبت بهیر به د ثور په ۲۹مه او ۳۰مه ترسره شي، او ازموینه به د ثور په ۳۱مه او د جوزا په لومړۍ نېټه واخیستل شي. همداراز د ننګرهار د درېیمې ورځې ازموینه د جوزا په دویمه نېټه تنظیم شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز د څوارلسمو ټولګیو فارغانو ازموینه به د کانکور د څلورو پړاوونو تر بشپړېدو وروسته واخیستل شي.
همدارنګه ټاکل شوې چې په نورستان، بامیان او غور ولایتونو کې د علماوو د سویې تثبیت ازموینه هم ترسره شي.

اړوند خبرونه