ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۴۱ کسان نیول شوي

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې تېرو ۱۵ ورځو کې د جلال‌اباد ښار او په ۲۲ ولسوالیو کې ۴۱ تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تړاو نیول شوي دي.

د يادې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، له نیول شویو کسانو سره ۸۶۸۲ د «زیکب» ګولۍ، ۱۸۵ «ټابليټکا»، څه باندې ۱۷ کیلو شیشه، ۷۰ ګرامه چرس او ۳۲ لېټره کیمیاوي توکي (تيزاب) ترلاسه شوي دي.

ښاعلی حماد زياتوي، امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۲ عرادې وسایط هم نیولي، چې د نشه‌یي توکو د لېږد او قاچاق لپاره ترې استفاده کېدله. د مسوولينو په وينا، نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه