د عدلیې وزارت هغه امارتي ځمکې او نمرې چې د سرپناه جوړولو په موخه پر خلکو وېشل یا پلورل شوې، سوداګریزه راکړهــورکړه منع اعلان کړې ده.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په کچه د معاملاتو ټولو دفترونو ته لارښوونه کړې چې د دې ځمکو له معاملاتو څخه په کلکه ډډه وکړي.
وزارت خبرداری ورکړی، که کوم دفتر دا ډول معامله ترسره کړي، دفتر به یې وتړل شي او د معاملې دواړه لوري او متصدي به یې له قانوني تعقیب سره مخ شي.
دا په داسې مهال ده چې اسلامي امارت له ګاونډيو هېوادونو په زرګونه راستنو شويو افغان کډوالو کورنيو ته د سرپنا جوړولو په موخه نمرې وېشلې دي.

