ډېر لوستل شوي

لسو ولایتونو کې د ۱۶ سب‌سټېشنونو د جوړولو چارې روانې دي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې دا مهال د هېواد په لسو ولایتونو کې د څه باندې اته میلیارد افغانیو په لګښت د ۱۶ سب‌سټېشنونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي.

د اقتصادي معاونیت په راپور کې د افغانستان برېښنا شرکت په حواله ویل شوي چې دا سب‌سټېشنونه په کابل، کندهار، لوګر، بغلان، کندوز، ننګرهار، هرات، غزني، هلمند او جوزجان ولایتونو کې جوړېږي.

د یادولو ده چې دا سب‌سټېشنونه به د یو زر او ۸ سوه میګاواټه برېښنا د لیږد، یو میلیون کورنیو او ۱۱ سوه کارخونو ته د برېښنا د ورکړې ظرفیت ولري.

اړوند خبرونه