ډېر لوستل شوي

کندهار کې د جامعه عمر پراختیايي پروژې عملي چارې پیل شوې

د کورو او ښار جوړولو وزارت وایي چې په کندهار کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د عملي چارو تړون د ۱۱ میلیون ۵۹۲ زره افغانیو په ارزښت له اباسین یاسین ساختماني شرکت سره لاسلیک شوی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د څلورو منارونو، د اوبو ذخیرې او عصري کتابتون په لرلو سره به د دې پروژې چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د دې پروژې پلي کېدل د دیني او عامه تاسیساتو د پراختیا ترڅنګ، د سیمې د ښاري ودې، ټولنیز پرمختګ او د خلکو اسانتیاوو په برخه کې مهم بللي دي.

اړوند خبرونه