ډېر لوستل شوي

هواپېژندنې ادارې په نږدې ۳۰ ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی 

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په ۲۹ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، میدان‌وردګ، غزني، بامیان، دایکنډي، غور، فراه، هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل، جوزجان او بلخ ولایتونو کې اټکل شوی دی. 

هواپېژندنې ادارې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ – ۳۵ ملي‌مترو پورې اټکل کړې ده. 

سرچینې همداراز په مرکزي، شمالي، لوېدیځو، سوېلي او سویل‌ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو خبرداری هم ورکړی سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.  د یادولو ده چې له تېرو شاوخوا دریو میاشتو راهیسې په هېواد کې د ورښت، سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله سلګونه هېوادوالو ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

اړوند خبرونه