ډېر لوستل شوي

په عامه ځایونو او ښاري سیمو کې د څارويو پلورل منع اعلان شول

کابل ښارولۍ د څارويو پلورونکو ته خبر ورکړی په سړکونو، پليو لارو، پارکونو او نورو عامه ځایونو کې د څارويو له پلورلو ډډه وکړي.

 د دې ادارې په خبرتیا کې ویل شوي چې پلورونکي باید څاروي د ښاروالۍ له لوري په ټاکل‌شویو ځایونو کې وپلوري، او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي. 

سرچینې لیکلي چې پلورونکو او پېرودونکو ته د اسانتیاوو رامنځته‌کېدو په موخه د ټاکل‌شويو ځایونو پته مخکې د کابل ښاروالۍ په رسمي پاڼو خپره شوې ده.

کابل ښارولۍ همداراز له ټولو ښاریانو غوښتي چې د ښاري نظم د ټینګښت او د چاپېریالي روغتیا د خوندي ساتلو په موخه له کابل ښاروالۍ سره هراړخیزه مرسته وکړي.

اړوند خبرونه