د کندهار د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکايتونو اورېدلو رياست خبر ورکړی چې محتسبينو يې د دې ولايت په مرکز ښار کې ۹ تنه هغه کوډګر نيولي، چې له تېرو څو کلونو راپدې خوا يې غيرشرعي دمونه کول او له خلکو څخه يې پيسې اخيستې.
د ياد رياست مسوولين وايي، دې کسانو په بېلابېلو حوزو کې غيرشرعي کړنې کولې، چې له نيول کېدو وروسته يې پر خپلو کړنو اعتراف کړی او د شرعي پرېکړې په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
سرچينه زياتوي، له ياد کسانو څخه يو شمېر مالونه، پيسې او پسونه هم ترلاسه شوي، چې بېرته خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.
بلخوا، د سيمې يو شمېر اوسېدونکو د محتسبينو د دغو اقداماتو هرکلی کړی او غوښتنه يې کړې، چې په ټولنه کې د کوډګرو او نورو منکراتو د مخنيوي لپاره خپلې هڅې لا زياتې کړي.

