ډېر لوستل شوي

افغان او اذربايجاني چارواکو د ګډو همکاريو په پراختيا ټينګار کړی

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رييس مولوي مطیع‌الحق خالص او ورسره مل پلاوي اذربايجان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د تمیز ښار دولتي شرکت څخه ليدنه کړې ده.

ياد اداره وايي، په دې ليدنه کې د تمیز ښار شرکت مسوولینو افغان پلاوي ته د کثافاتو د مديريت، چاپېریال ساتنې او عصري ټيکنالوژۍ اړوند خپلې تجربې او معلومات وړاندې کړي دي.

همداراز د دواړو لوريو ترمنځ د چاپېریال ساتنې، ښاري پاکوالي او ګډو همکاریو د پراختيا په اړه خبرې شوې او د تجربو پر تبادلې ټينګار شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، افغان پلاوي د «WUF13» نړيوال ښاري فورم په چوکاټ کې د ښاري نندارتون څخه ليدنه هم کړې ده. دغه راز د «UN-Habitat» په دې نندارتون کې د افغانستان د استازو له لوري د هېواد د چاپېریالي او ښاري وضعیت، اړتیاوو او راتلونکو همکاریو په اړه معلومات هم وړاندې شوي دي.

اړوند خبرونه