ډېر لوستل شوي

سبا په ۱۸ ولايتونو کې د کانکور دويم پړاو ازموينه اخېستل کېږي

د ازموينو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور دويم پړاو ازموينه به سبا پنجشنبه او د جمعې په ورځ د هېواد په ۱۸ ولايتونو کې ترسره شي.
د يادې ادارې وياند ناصر خان شېرزی وايي، په دې پړاو کې د پنجشېر، لغمان، کندز، جوزجان، کندهار، باميان، پکتيـا، تخار، سمنګان، فراه، هلمند، ډايکنډي، ننګرهار، نيمروز، بلخ، خوست او زابل ولايتونو، ترڅنګ د نورستان مرکزي، ختيځه او لوېديځه حوزې شاملې دي.
د ښاغلي شېرزي په وينا، د ننګرهار ولايت د درېيمې ورځې ازموينه به د جوزا په دويمه نېټه ترسره شي.
همداراز د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نيمروز ولايتونو د څوارلسم پاسانو ازموينه به د ۱۴۰۵ کال د کانکور د څلورو پړاوونو تر بشپړېدو وروسته تنظيم او واخېستل شي.
بل لور ته، په نورستان، باميان او غور ولايتونو کې د علماوو د سويې تثبيت ازموينه هم اخېستل کېږي.

اړوند خبرونه