د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس، مولوي مطیعالحق خالص او ورسره مل پلاوي د WUF13 نړیوال ښاري فورم په څنډه کې د هندي پلاوي له مشر او تخنیکي ټیم سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دې ادارې په وېبپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوهاړخیزو همکاریو، د چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلون، ښاري پراختیا، د کثافاتو مدیریت، پاکې انرژۍ او معیاري ښارګوټو جوړونې اړوند پر مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې دواړو لوریو همداراز د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو او د دغو ننګونو د کمولو لپاره د ګډو همکاریو او تجربو شریکولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د WUF13 نړیوال ښاري فورم د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو، نړیوالو بنسټونو او تخنیکي ادارو ترمنځ د ښاري پراختیا، اقلیمي بدلون او دوامدارو ښارونو اړوند د تجربو او نظریاتو د تبادلې مهم نړیوال فورم بللی دی.

