ډېر لوستل شوي

کابل ته د اوزبېکستان د دولتي او خصوصي سکټور يو پلاوی راورسېد

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د اوزبېکستان د کوچنیو صنعتونو د پراختیا ادارې د مشر، ناظم‌جان خال‌مرادوف په مشرۍ یو دولتي پلاوی چې د خصوصي سکټور استازي هم ورسره دي، کابل ته رارسېدلی دی. د یاد وزارت په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به د اسلامي امارت له چارواکو سره وګوري، د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې به ګډون وکړي او د افغان او اوزبېک سوداګرو ترمنځ به سوداګریزې غونډې وکړي.

اړوند خبرونه