د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی چې ترکیې هېواد ته د شل زرو کارګرو د لېږد موضوع تشه اوازه ده او یاد هېواد د اوس لپاره داسې کوم پلان نه لري. دې وزارت زیاته کړې چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزارت سره د ترکیې جمهوریت د سفیر په ناسته کې د ٢٠ زرو کاري ویزو بحث نه دی شوی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې پر دې ډول اوازو دې نه غولیږي او نه دې کوم کس او ادرس ته په دې تړاو پیسې ورکوي.
د یادونې وړ ده چې خواله رسنیو کې داسې اوازې لاس په لاس کیدلې چې ګوندې ترکیه شلو زرو شپنو افغانانو ته ویزې ورکوي.

