د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی چې د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۱۱۰۵ راستنو شویو افغان کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشلې دي.
ياد وزارت وايي، په ننګرهار کې ۲۸۲، فراه کې ۲۰۴، کندز کې ۱۸۶، هلمند کې ۲۶۳ او کندهار کې ۱۷۰ کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې ورکړل شوې دي.
وزارت زیاتوي، تر دې مهاله په ټول هېواد کې د وېشل شويو استوګنیزو نمرو شمېر ۳۲ زره او ۱۳۰ ته رسېدلی چې د وېش دا لړۍ به د شفافو معیارونو او عادلانه میکانېزم له مخې دوام ولري.
د کور او ښار جوړولو وزارت په وينا، د دایمي مېشتېدنې پروګرام د راستنېدونکو کډوالو د سرپناه ستونزو د حل، د منظمې ښاري پراختیا د پیاوړتیا او د مناسب ژوند چاپېریال د برابرولو لپاره په چټکۍ سره روان دی.

