د کار او ټولنیزو چارو وزارت د عرفې ورځې او نېکمرغه لوی اختر د رخصتیو په مناسبت په ټول هېواد کې څلور کاري ورځې رسمي رخصتي اعلان کړې.
د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، رخصتي به د سېشنبې ورځې د ذوالحجهالحرام له نهمې تر ۱۳مې نېټې پورې دوام وکړي.
سرچينه لیکي، ټولې دولتي چارې به د رسمي جنتري له مخې د ذوالحجېالحرام په ۱۴مه چې د غبرګولې له لسمې نېټې سره سمون خوري، بېرته په عادي ډول پیل شي.

