ډېر لوستل شوي

له پاکستاني بندخونو تر خپل هېواده؛ تر ۳۰۰ ډېر افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۳۰۷ تنه افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
ياد وزارت وايي، راخوشي شوي افغان کډوال د ننګرهار توخم له لارې ۲۶۸ تنه او ۳۹ تنه د کندهار د سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته راغلي دي.
د ننګرهار او کندهار د کډوالو چارو ریاستونو د لېږد امریتونو مسوولین وایي، په دې راستنو شویو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل دي چې د قانوني استوګنې د اسنادو نه لرلو له امله په پاکستان کې بندیان شوي وو.
وزارت زیاتوي چې یاد کسان له ثبت او لومړنیو مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته هم لېږدول شوي دي.

اړوند خبرونه