د ملي دفاع وزارت د ۲۰۵ البدر قول اردو د ژغورنې مسلکي ټیم، د هغه ۱۹ کلن ځوان جسد چې پرون غرمه مهال د باغ پُل په سیمه کې سيند وړی و، را ایستل دی.
ياده قول اردو وايي د ژغورنې ټيم د لټون او ژغورنې تر عملیاتو وروسته د ځوان جسد موندلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه هم اوښتي دي.

