د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګونو لویه لاره چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله تړل شوې وه، د سالنګونو د ساتنې او پاملرنې ریاست د کارکوونکو له لوري تر پاککارۍ وروسته بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، د تخار ـ بدخشان لاره هم چې د «قرهکمر» په سیمه کې د سېلابونو له امله تړل شوې وه، پاکه شوې او اوس د تګ-راتګ عادي حالت ته ګرځېدلې ده. د مسوولینو په وینا، هڅه کېږي چې د هېواد مهمې لارې د طبیعي پېښو پر مهال ژر تر ژره د خلکو پر مخ خلاصې وساتل شي.

