کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې معینیت خبر ورکړی چې د فراه ولایت په بکواه او ګلستان ولسوالیو کې د نشهيي توکو دوې کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې له یادو کارخونو څخه په نشهيي توکو کې کارېدونکي ۶۰ کیلوګرام سود، ۲۹ لیتره تیزاب او ۳۰۰ کیلوګرام اومان کشف او ترلاسه شوي دي.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت همداراز ویلي چې د روزګان ولایت په «چورې» ولسوالۍ کې د کشفي عملیاتو پرمهال ۴۰۰ کیلوګرام اومان کشف او سوځول شوي دي. د یادولو ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی دی.

