د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز خبر ورکړی چې د «اېبولا» وبا له امله تر دې مهاله لږترلږه ۱۷۷ کسان مړه شوي او ښايي د قربانیانو اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.
د روغتیا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې تر ۹۰۰ ډېرې د «اېبولا» شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
یاد سازمان خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې د ناروغۍ د پراخېدو ګواښ لوړ دی، خو په نړيواله کچه یې د خپرېدو خطر لا هم کم بلل شوی دی.
بايد وويل شي، «اېبولا» یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې په چټکۍ له یو انسانه بل ته لېږدېږي او ډېری وخت مرګونې تمامېږي.
راپورونه وایي، د کانګو کمزوری روغتیايي نظام، د ډاکټرانو کمښت او ناامنۍ د دغې ناروغۍ د مهار چارې له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.

