د کندهار مسوولین وایي، د یاد ولایت سپینبولدک ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پاکستان ته د ۲۱ زره ۶۸ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د دغه ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خبرپاڼې له مخې چې دا پسونه له تېرو دوو میاشتو راهیسې نیول شوي او قاچاقکوونکو غوښتل چې د اختر د قربانۍ لپاره یې پاکستان ته ولېږدوي.
سرچینې لیکلي چې پرون هم د کندهار ولایت معروف ولسوالۍ اړوند د ورته اقدام په پایله کې پاکستان ته د ۵۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه.
د کندهار مسوولینو یو وار بیا ټینګار کړی چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د څارویو او بېلابېلو توکو د قاچاق مخنیوي عملیات په دقیق ډول روان دي.

