په کابل کې د قطر سفارت په لغمان ولایت کې د شوې خونړۍ ټرافیکي پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي شریکه کړې ده.
د قطر سفارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې دردناکه پېښه کې له افغانستان او افغان ولس سره بشپړ پیوستون څرګندوي او د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.
د یادونې ده چې د شنبې په ورځ په لغمان ولایت کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۱۹ کسان شهیدان او شاوخوا ۳۵ نور ټپیان شول.
یاده پېښه د وروستیو میاشتو له مرګونو ټرافیکي پېښو څخه یوه بلل کېږي چې ګڼه مرګژوبله یې رامنځته کړې.

