د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د یو شمېر رييسانو او تخنیکي انجنیرانو په ملتیا میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته د سفر پر مهال د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، ښاغلي ثاني د پروژې له مسوولینو او تخنیکي ټیمونو غوښتي چې چارې د ټاکل شوي مهالوېش او تخنیکي معیارونو له مخې بشپړې کړي.
بللور ته د پروژې مسوولینو ډاډ ورکړی چې د رغنیزو چارو پاتې برخه به هم په ټاکلي وخت او د وزارت د تخنیکي مشخصاتو مطابق بشپړه شي.
د دوشي – بامیان ۱۵۲ کیلومتره اوږد سړک د هېواد له مهمو ټرانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي، چې د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد ترڅنګ د سالنګ لویې لارې لپاره هم بدیل مسیر بلل کېږي.
د معلوماتو له مخې، یاد سړک د ۵۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوی چې تر دې دمه د ۹۰ کیلومټره برخې د پراخولو، پخولو او کټنګ چارې بشپړې شوې دي.

