ډېر لوستل شوي

محمد علي جناح روغتون کې څه باندې پنځه‌نیم زره بریالي جراحي عملیات شوي

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې تېر کال په «محمد علي جناح» روغتون کې ۵ زره ۵۱۳ زره بریالي جراحي عملیات شوي دي.
د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي، د یادو عملیاتونو له ډلې ۴ زره ۶۶۱ لوی عملیات او ۸۵۲ کوچني عملیات شامل دي چې د مجربو ډاکټرانو له لوري شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا عملیات د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
عامې روغتیا وزارت همداراز لیکلي چې په همدې موده کې ۹ زره ۹۶۳ ناروغانو ته داخل‌بستر (IPD) او ۹۳ زره ۷۷۰ مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د یادولو ده چې اوسمهال په هېواد کې ډېر داسې جراحي عملیات ترسره کېږي چې څو کلونه مخکې به هېوادوال د درملنې په موخه ګاونډیو هېوادونو ته پسې تلل.

اړوند خبرونه