ډېر لوستل شوي

هلمند کې د څه باندې ۱۵ زره کیلوګرامه قاچاقي توکو د لېږد مخه نیول شوې

د هلمند د فرعي ګمرکاتو ریاست خبر ورکړی چې د تېرو اوو ورځو په لړ کې یې د لښکرګاه ښار او د ګرمسېر ولسوالۍ د ریګ سیمې په بېلابېلو برخو کې د ۱۵ زره او ۲۴۱ کیلوګرامه قاچاقي خوراکي او غیرخوراکي توکو د لېږد مخه نیولې ده.

یاد ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، قاچاقبرو هڅه کوله چې دا توکي د اتو باروړونکو موټرو په وسیله په غیرقانوني توګه هلمند ته وارد کړي، خو د ګرځنده څارونکو ډلو له لوري نیول شوي دي.

د مسوولینو په وینا، د دې قضیې په تړاو ۱۰ تنه نیول شوي او له لومړنیو پلټنو وروسته اړوندو ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

د هلمند د فرعي ګمرکاتو ریاست ټینګار کړی چې د قاچاق د مخنیوي لپاره به خپلې څارنې او عملیات لا هم پیاوړي وساتي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په هلمند کې د قاچاقي توکو د لېږد په تړاو ګڼ کسان نیول شوي دي.

اړوند خبرونه