کابل ښاروالي وايي چې د دې ادارې له لوري په کابل کې له خوشحالخان مېنې څخه تر قمبر څلورلارې پورې د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې شوې دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا پروژه د پنځمې ناحیې په وړاندیز او د شته ستونزو په پام کې نیولو سره د کاري پلان برخه ګرځېدلې، او تر دې وړاندې د سیمې اوسېدونکو د تګ راتګ لپاره له اوږدو او بدیلو لارو استفاده کوله.
کابل ښاروالۍ همداراز ویلي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به په ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
سرچینې لیکلي چې په دې پروژه کې د سړک غاړې لښتیو، پليولارو او د ګلدانونو جوړول هم شامل دي، او ټاکل شوې چې د جوړولو چارې به یې په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

