ډېر لوستل شوي

تېر کال په «اندراګاندي» روغتون کې نږدې ۱۱ زره بریالي جراحي عملیات شوي 

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې تېر کال په «اندراګاندي» د ماشومانو درملنې تخصصي او ثالثي روغتون کې ۱۰ زره ۹۳۸ بریالي جراحي عملیات شوي دي. 

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کې ۷ زره ۷۱۵ لوی او ۳ زره ۲۲۳ کوچني عملیات شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې چې دا نږدې ۱۱ زره بریالي جراحي عملیات د مجربو ډاکترانو له لوري شوي چې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.  

عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي چې په دې موده کې ۴۸ زره ۳۰۲ ناروغانو ته داخل‌بستر (IPD) او ۲۴۷ زره ۴۱۵ مراجعینو ته خارج‌بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.  د یادولو ده چې اوسمهال په هېواد کې ډېر داسې عملیات کېږي چې څو کلونه مخکې به یې د ترسره‌کېدو په موخه هېوادوالو بهرنیو هېوادونو ته سفر کاوه.

اړوند خبرونه