د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په ۱۸ ولایتونو کې د تالندې برېښنا، ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت سبا (چهارشنبه) په بدخشان، تخار، کندوز، پروان، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بلخ، بامیان، میدانوردګ، سرپل، فاریاب، غور، خوست، لوګر، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې اټکل شوی دی.
سرچینې لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو پورې وي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي، شمالي، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.
د یادولو ده چې له تېرو شاوخوا دریو میاشتو راهیسې په هېواد کې د سختو ورښتونو له امله خلکو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

