د پروان مسوولین وایي، د یاد ولایت په شینوارې ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا پېښه نن (سهشنبه) د یو فلانکوچ موټر د چپهکېدو پرمهال شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.

