ډېر لوستل شوي

ترکي پلاوی: تر دې مهاله مو په افغانستان کې ۴۸ ښوونیز مرکزونه جوړ کړي

د ترکیې یو ځانګړي پلاوي د خوست له والي، مولوي عبدالرحمن حقاني سره کتلي او په افغانستان کې یې د ښوونیزو خدماتو اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز په اېکس لیکلي چې په دې کتنه کې د یاد پلاوي مشر، احمد تکور ویلي چې د دوی بنسټ د افغانستان په اتو ولایتونو کې ښوونیز خدمات وړاندې کوي او تر اوسه یې دلته ۴۸ ښوونیز مرکزونه جوړ کړي دي.
د نوموړي په وینا چې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۶ زره زده‌کوونکي او ۱۰۰۰ استادان د یادو ښوونیزو مرکزونو سره بوخت دي.
احمد تکور همداراز ویلي چې تېر کال یې ۲۵۰ زده‌کوونکي د لوړو زده‌کړو لپاره ترکیې ته استولي چې د هغوی ټول لګښتونه د ترکیې دولت په غاړه دي.
بلخوا د خوست والي د دغه ترکي پلاوي د خدمتونو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی چې ولایتي اداره به د هغو ټولو پروګرامونو په پلي کولو کې همکاري کوي چې یاد بنسټ یې په خوست کې د عملي کولو اراده لري.
ښاغلي حقاني همداراز هیله څرګنده کړې چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوامدارې همغږۍ او همکاریو په مټ به دا ډول ښوونیز پروګرامونه مثبتې او ګټورې پایلې ولري.

اړوند خبرونه