د خوست مسوولین وايي، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پرون ورځې توپان او شدید ورښت له امله پنځه کسان ټپیان او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند، مستغفر ګربز په اېکسپاڼه لیکلي چې د هغه توپاني ورښت پرمهال ١٦ عرادې موټر زيانمن شوي، ٤٠ دوکانونه، ٣ د استوګنې کورونه او د ٢٠٠ جریبه باغونونو ترڅنګ، شاوخوا ٧٨٠ د سولر (شمسي) دستګاوې تخریب شوي دي.
د ښاغلي ګربز په وینا چې همداراز په خوست ښار کې د ښکلا او اقراء راډیوګانو پایې، سولرونه او فریمونه او د دغو رسنیو ځینې تخنیکي وسایل او د دفترونو ځینې برخې هم زیانمنې شوې دي. سرچینې لیکلي، د خوست ولایت مقام رهبرۍ اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د توپانځپلو سیمو ارزونه بشپړه او د معلوماتو له راټولو وروسته له زیانمنشویو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وکړي.

