د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې خبر ورکړی چې د روان کال د وري او غويي میاشتو په ترڅ کې د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې د ۵ زره او ۷۵۶ بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.
یاده اداره وايي، په دې موده کې د ۱۰۸ مېرمنو په ګډون ۲ زره او ۹۹۵ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او ۲ زره او ۷۶۱ نور له هېواده وتلي دي.
ثبت شوي ارقام ښيي چې افغانستان ته د راغلو بهرنیانو له ډلې ۳۷۰ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې لپاره راغلي، خو پاتې نورو د کار په موخه سفر کړی دی.
د راپور له مخې، تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نیمروز له بندر څخه هېواد ته دننه شوي چې شمېر یې ۱۷۷۳ تنو ته رسېږي.
له دې وروسته د هرات بندرونو او هوايي ډګر له لارې ۹۱۳، د فاریاب د اقینې بندر له لارې ۲۱۵ او د بدخشان د اشکاشم بندر له لارې ۶۱ تنه هېواد ته راغلي دي.
یاده اداره وایي، پاتې بهرني وګړي د حیرتان بندر او د بلخ د هوايي ډګر له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

