ډېر لوستل شوي

د نشه‌یي توکو د خرڅلاو، کارولو او قاچاق په تړاو ۵۰ تنه نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، د هېواد په ۹ ولایتونو کې د ترسره شویو عملیاتو پر مهال ۵۰ تنه د نشه‌یي توکو د خرڅلاو، کارولو او قاچاق په تړاو نیول شوي دي.

ياد وزارت وايي، دا عملیات په ننګرهار، فراه، جوزجان، بلخ، کندهار، خوست، بغلان، کونړ، کاپیسا، سمنګان او نیمروز ولایتونو کې ترسره شوي دي.

په عملیاتو کې له نیول شویو کسانو څخه ۷ کیلوګرامه تریاک، ۳ کیلوګرامه چرس، یوه اندازه ښیښه، ۶ لیټره الکولي مشروبات او ۱۳۶۹ دانې نشه‌یي ټابلیتونه هم ترلاسه شوي دي. مسوولین وایي، د نشه‌یي توکو د تولید، قاچاق او استعمال پر وړاندې د مبارزې لړۍ په ټول هېواد کې دوام لري.

اړوند خبرونه