په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې، علیه احمد بن سیف آل ثاني ویلي، هېواد یې د افغانستان، غزې او کانګو په ګډون د نړیوالو شخړو د سولهییز حل لپاره د منځګړیتوب او ډیپلوماسۍ هڅو ته ژمن دی.
هغې د ملګرو ملتونو په یوې غونډه کې د افغانستان په تړاو د ۲۰۲۰ کال د دوحې هوکړه د قطر د بریالیو منځګړیتوبونو له مهمو بېلګو بللې او زیاته کړې یې ده چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د شخړو او کړکېچونو زیاتېدو د مخنیوي کوونکې ډیپلوماسۍ اړتیا لا پسې ډېره کړې ده.
قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان د سیاسي تحولاتو او نړیوالو اړیکو په برخه کې د مهم منځګړي رول لوبولی او د دوحې کوربهتوب یې د افغان قضیې په تړاو د نړیوالو ډیپلوماټیکو هڅو له مهمو پړاوونو څخه ګڼل کېږي.

