د میدان وردګو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ېوې مېرمنې په ګډون درېيو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د ېوې مېرمنې په ګډون اووه نور ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پېښه نن غرمه مهال د سيداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار په لويه لار د دښت ټوپ په زرني سيمه کې د یو ټېلري موټر او د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې ده.
سرچينه لیکي، ټپيان د یاد ولایت مرکزی روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

