ډېر لوستل شوي

هواپېژندنې ادارې په ۱۶ ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی 

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په ۱۶ ولایتونو کې د تالندې برېښنا، ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت سبا (چهارشنبه) په بدخشان، تخار، کندوز، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بامیان، سرپل، خوست، پکتیا، لوګر، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا او ننګرهار ولایتونو کې اټکل شوی دی.

سرچینې لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌مترو پورې وي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي، شمالي، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي. د یادولو ده چې پرون (سه‌شنبه) د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د توپان او شدید ورښت له امله پنځه کسان ټپیان او خلکو ته درانه مالي زیانونه واوښتل.

اړوند خبرونه