ډېر لوستل شوي

ایټالیا کې د ژونديو سوځول شویو افغانانو هويت په ډاګه شوی

ایټالوي رسنیو د هغو څلورو افغان کډوالو هویتونه خپاره کړي چې وړمه ورځ د ایټالیا د امېنډولارا ښار په یوه خونړۍ پېښه کې په موټر کې دننه ژوندي سوځول شوي وو.

د راپورونو له مخې، په وژل شویو افغانانو کې ۲۹ کلن وسیم خان، ۲۸ کلن فضل، ۲۷ کلن صفي او ۱۹ کلن عصمت شامل دي. همداراز ویل شوي چې په پېښه کې یو پاکستانی وګړی هم وژل شوی دی.

راپورونه زیاتوي چې یو ۳۵ کلن افغان کډوال له موټر څخه په تېښته بریالی شوی، خو ټپي شوی دی.

د ایټالوي رسنیو د معلوماتو له مخې، د پېښې په تړاو د سفیر احمد او علي رضا په نوم دوه پاکستاني وګړي نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

ویل کېږي، وژل شویو افغانانو له یادو کسانو سره په کرنیزو کارونو بوخت وو او د خپلو مزدونو د زیاتوالي غوښتنه یې کړې وه چې د راپورونو له مخې د شخړې یو احتمالي لامل بلل کېږي. دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت دا پېښه غندلې او د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه یې کړې.

اړوند خبرونه