د ایټالیا لومړۍ وزیرې، جورجیا میلوني په دې هېواد کې د څلورو کسانو د سوځولو او قصدي وژنې پېښه په کلکو ټکو غندلې او هغه یې «بوږنونکی جنایت» بللی ده.
میلوني ویلي، ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې شاتګ ونه کړي او همداراز د دې پېښې د ټولو اړخونو د بشپړې څېړنې غوښتنه یې هم کړې ده.
نوموړې ټینګار کړی چې د پېښې ټول عاملان باید عدالت ته وسپارل شي او له هغو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې چې په دې پېښه کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي.
د یادونې وړ ده چې په وژل شویو کسانو کې درې افغان کډوال هم شامل وو.

