د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په ۱۲ ولایتونو کې د تالندې برېښنا، ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت سبا (چهارشنبه) په بدخشان، تخار، کندوز، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، خوست، کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې اټکل شوی دی.
سرچینې لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۲۵ مليمترو پورې وي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي، شمالي، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومترو پورې وي. د یادولو ده چې څو ورځې مخکې د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د توپان او شدید ورښت له امله یو شمېر کسان ټپیان او خلکو ته درانه مالي زیانونه واوښتل.

