اروپايي ټولنې ایټالوی ډیپلوماټ، نیکولا بیلومو، افغانستان لپاره د خپل نوي چارسمبالي په توګه معرفي کړی دی.
بیلومو دا مهال د اروپايي ټولنې د افریقايي چارو د څانګې مشري پر غاړه لري او تر دې وړاندې یې په روانډا کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د راپورونو له مخې، د نوموړي ګومارنه به د اسلامي امارت له تایید او د اړینو اداري پړاوونو تر بشپړېدو وروسته وروستۍ بڼه خپله کړي.
دا ګام د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د دوام او همغږۍ لپاره مهم بلل شوی دی.

