د افغانستان سترې محکمې خبر ورکړی چې د روان هجري قمري کال په ترڅ کې د محاکمو په درېیمه ربع کې د هېواد په کچه ټول۷۰ زره او ۳۷۶ قضیو ته رسېدنه شوې او ۳۷ زره او ۹۹۵ وثیقې اجرا شوې دي.
د يادې محکمې مرستيال وياند قاري منصور احمد حمزه وايي، له یاد شمېر څخه ۶۷ زره او ۴۴۷ قضیې په ابتدائیه او مرافعه محاکمو کې تر قانوني څېړنو او اجرااتو لاندې نیول شوې، او ۲۹۲۹ نورې قضیې د سترې محکمې د تمیز عالي ریاستونو په اړوندو دېوانونو کې ارزول شوې او پرې لازمې پرېکړې شوې دي.
د ښاغلي حمزه په وينا، د قضايي ارګانونو دا فعالیتونه د عدلي او قضايي خدمتونو د اغېزمنتیا، د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا او د خلکو د حقوقو د خونديتوب لپاره د دوامداره هڅو څرګندونه کوي.
نوموړي زیاته کړې، قضايي بنسټونه ژمن دي چې د شرعي احکامو او نافذه قوانینو له مخې به د قضیو عادلانه، شفافه او پر وخت څېړنه او پرېکړه کوي، څو د خلکو مشروع حقوق خوندي او عدالت لا پیاوړی شي.

