د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د یاد وزارت وسپنې پټلۍ مرستیال، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ پلاوي ایران ته سفر کړی او د دواړو هېوادنو استازو د زیربنایي پروژو، وسپنې پټلۍ پروژو او نويو مسیرونو په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هرات – مزارشریف د ۶۵۷ کیلومتره وسپنې پټلۍ پروژې د جوړولو، تخنیکي مشخصاتو او معیارونو، د پروژې د پړاوونو، د مالي تمویل د جوړښت، لګښتونو، او افغاني او ایراني شرکتونو د ګډون پر څرنګوالي هم بحث شوی دی.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې افغان او ایراني چارواکو همداراز د افغانستان او ایران ترمنځ د وسپنې پټلۍ او ټرانسپورټي همکاریو د لا پراختیا پر ارزښت ټینګار کړی.
ښاغلي حقشناس لیکلي چې د هرات – مزارشریف وسپنې پټلۍ د افغانستان لپاره یو ډېر مهم اقتصادي دهلېز ګڼل کېږي چې د شمالي ولایتونو د نښلولو ترڅنګ ایران او ترکیه د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره نښلوي.

